
ســــورهلیکوال: منصف خان منصفسکرېنپلې: منصف خان منصفFADE IN:بهر – کلی، د غرونو لمن – سهار(کلی د غرونو لمن ته خور دی. د سهار سوړ باد لګي، چنارونه سیوری اچولی دی. د کلي سړکونه لا هماغسې خام دي، د ګاډو پر ځای پکې اکثر خلک پیاده روان دي. د پسونو، غواګانو، او ماشومانو آوازونه له لرې اورېدل کېږي.)ارمان (۳۵ کلن، د غربي سوټ او د پښتني پګړۍ سره، د اوږده سفر ستړیا په سترګو کې ښکاري.) د خپل کلي کوڅې ته داخلېږي. هر ګام یې زړه ته یو نوی یاد راوړي.د حجرې لور ته ځي.بهر – د کلی حجره – غرمه(حجره د پخوا په څېر ده. دننه مشران ناست دي، د اوږدو بحثونو نه ستړي، خو د دود پابند. د سګرټو دود پورته کېږي، چایونه روان دي.)مشر (سپین ږیری، د تجربې نه ډک غږ لري):ســــوره به ورکړل شي!(د حجرې دننه یو دم سکوت شي.)ارمان (چې تر دې دمه چوپ ناست و، ناڅاپي راولاړیږي، سترګې یې د قهر نه ډکې وي.)زه دا فیصله نه منم! دا څه انصاف دی؟!(ټول مشران حیران، ځینې یو بل ته ګوري، ځینې د ارمان لور ته.)جرګهمار:دا دود زموږ د پلار نيکونو له وخته را روان دی، دا زموږ قانون دی.ارمان (په زغرده، ټینګ هوډ سره.)دود که غلط وي، باید بدل شي!(چوپتیا. د مقتول ورور، عزت، شونډې وخوځولې، خو غږ یې و نه کړ.)ارمان، عزت ته ور وګرځي.ارمان:عزته وروره، که تاسو قاتل ووژنئ، ستاسو ورور به را ژوندي شي؟عزت (سر ټیټ، غږ کې درد.)نه.ارمان:که یوه بېګناه جینۍ د سورې په نوم بوځئ، ستاسو ورور به راژوندي شي؟عزت:نه.ارمان (ملا تړلې، ټینګ عزم.)نو چې بېرته نه شي راتلای، بدل د څه لپاره اخلئ؟(چوپتیا اوږدېږي. عزت خپل وروڼو عادل او محسن ته ګوري، بیا سر پورته کوي.)عزت (په لوړ غږ، ډاډه.)موږ د الله د رضا لپاره قاتل معافوو!(حجره یوه شېبه چوپ وي، بیا خلکو د حیرانتیا ساه واخسته.)ارمان د عزت، عادل، او محسن غېږ ته ورځي، بیا د قاتل، دلاور، خوا ته ځي او هغه هم په غېږ کې نیسي.بهر – د ملک شیر خان حجره – ماښام(د واده خوښۍ دي. خلکو ډزې شروع کړي دي، ځوانان نڅا کوي، موسیقي روانه ده. د ګلالۍ ورور، مسافر، خپل کلاشنکوف را اخلي.)مسافر (په خندا، نشې ته نژدې.)دا ګولۍ خو لا پاتې دي!(یوه ډزه، بیا بله. ناڅاپه، وسله د کنټرول نه ووځي. د ارمان مشر ورور، کامران، په تندي لګېږي. هغه ځای پر ځای را لوېږي.)چغې، چیغې، ژړا!د جرګې پرېکړه بیا راځي:ســــوره به ورکړل شي!(خو دا ځل، ارمان نه غوسه کېږي، نه قهر. بس، ژور نظر یې وګرځاوه، او په ټیټ غږ یې وویل.)ارمان:زه یې معاف کوم.(ټول حیران.)بهر – د ګلالۍ بڼ – شپهارمان، د بڼ تر څنګ، ګلالۍ ته ګوري.ارمان:زه غواړم ستا کور ته رشته ولېږم، که ته راضي یې؟ګلالۍ (د ستورو لاندې، غږ یې نری، خو ډاډه.)که زما وروڼه خبر شي، زه به مړه کړي.ارمان (په ټینګار، موسکۍ.)زه تیار یم هر څه ته، خو زه به ستا لپاره د تا له کور نه اجازه اخلم.(ګلالۍ چوپ، خو د زړه له کومي یې غوښتل چې د ارمان سره یې ژوند تیر شي.)بهر – د حجرې زینه – د واده ورځ(چنارونو سیوری اچولی. د حجرې زینه باندې، ارمان ناست دی، کلیوال شاوخوا راټول دي.)سپین ږیری کلیوال:ارمانه، ته بدل یې، خو ستا بدلون موږ ته ښه بدلون راکړ.ارمان (موسکۍ.)(د چنار پاڼې د باد سره ولوېدې.)FADE OUT.پای

